شي جين پينګ د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي نګوين پهو ترونګ ته د دوستۍ مډال ورکړ
CMG2022/11/01 10:52:50
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي نګوين پهو ترونګ ته د درنو مراسمو په ترڅ کې د دوستۍ مډال ورکړ.

شي جين پينګ چين او ويتنام ګاونډي هېوادونه او ښه دوستان بللي او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه د انسانانو د سولې او پرمختګ د هڅولو ګډ برخليک لري.

نوموړي زياته کړې، چې چين به د عمومي رئيس نګوين پهو ترونګ په مشرۍ د ويتنام له کمونېست ګوند سره يو ځای د دواړو هېوادونو تاريخي دوستي وساتي او خپلمنځي اړيکې به يې وهڅوي، څو ستر پرمختګ ومومي.

(مينه)