د چین فضايي سټېشن به د ټولو انسانانو فضايي کور وګرځي
CMG2022/11/01 15:17:06
شريکول:

د چین د فضايي سټېشن درېیمه لویه برخه، د منګ تیان په نوم فضايي لابراتور د اکتوبر د ۳۱مې نېټې د ماسپښین په ۳ بجو او ۳۷ دقیقو فضا ته وتوغول شوه. دغه ازمویښتي برخه په بریالیتوب سره له راکټ سره جلا شوې او ټاکلي مدار ته ننوتلې ده. په دې توګه د چین فضايي سټېشن له دوو برخو څخه دریو برخو ته زیات شوی او د انګليسي توري T شکل ګډ وجود د جوړولو دنده بشپړېږي.

د فضايي سټېشن جوړونه د چین د فضايي چارو په پرمختګ کې د لاسته راوړنو یو مهم پړاو ګڼل کېږي.

 چین د انسان وړونکې فضايي پروژه په ۱۹۹۲م کال کې منظور کړه. ۳۰ کاله وروسته یانې په ۲۰۲۲م کال کې یې د فضايي سټېشن جوړونه بشپړه کړې. چین په تېرو ۳۰ کلونو کې د فضا او ځمکې ترمنځ د فضانوردانو د تګ راتګ، د فضايي بېړۍ په بهر کې د فضانوردانو لخوا د تخنیکي کارونو د ترسره کولو او د فضايي سټېشن د مختلفو برخو د وصل په شمول ډېرې کليدي تکنالوژۍ خپلې کړې او د فضايي سټېشن د جوړولو لپاره يې کلک تخنیکي بنسټ ښودلی دی.

په فضايي چارو کې د چین له یو لړ بریالیتوبونو څخه د دغه هېواد د تکنالوژۍ پرمختګ ښکاره شوی دی. د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس په راپور کې دې ته اشاره شوې، چې چین د ځينو کلیدي تکنالوژیو په برخو کې مهم پرمختګونه خپل کړي او ځينو ستراتيژیک ارزښت لرونکو نوېو چارو وده کړې، لکه د انسان وړونکي فضايي بيړۍ، د سپوږمۍ او مریخ د اکتشاف چارې، سوپر کمپیوټر، د سپوږمکۍ له لارې د لارښوونې، د ذروي انرژۍ په وسیله د برېښنا تولید، د لويې مسافروړونکې الوتکې جوړونې او بیالوژیکي طب په شمول ډېرو ساحو کې يې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي او چین د نوښتي هېوادونو په لیست کې شامل دی.

د یادولو وړ ده، چې چین د فضايي چارو د پرمختګ په بهیر کې د سوله ييز استعمال، مساواتو او ګډو ګټو او ګډ پرمختګ په شمول پر ځینو اصولو ټينګار کړی، د فرانسې، جرمني، اېټالیا، روسیې، پاکستان او د ملګرو ملتونو د فضايي چارو ادارې او د اروپايي ټولنې هوایي چلند ادارې په شمول له ډېرو هېوادونو او سازمانونو سره همکاريز تړونونه لاسلیک کړی او یو لړ مختلفې همکارۍ يې کړې او ستر بریالیتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

د چین فضايي سټېشن د ملګرو ملتونو ټولو غړو ته د همکارۍ دروازه خلاصوي او په تاریخ کې لومړۍ دغه شان پروژه ګڼل کېږي. تر اوسه پورې د ۱۷ هېوادونو او ۲۳ سازمانونو ۹ پروګرامونه د چین د فضايي سټېشن په لومړۍ ډله علمي ازمويښتي پروګرامونو کې شامل دي. له دې څخه ښکاري، چې چین په فضايي چارو کې هم د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې کوي.

فضا په ټولو انسانانو پورې اړه لري او باید د ټولو انسانانو لپاره وکارول شي. د چین فضايي سټېشن تر جوړېدو وروسته به د څه باندې لسو کلونو لپاره د استعمال او پرمختګ پړاو ته ننوځي. چین به د سږ کال تر پایه د تیان جو ۵م نمبر بار وړونکې فضايي بېړۍ او د شن جو ۱۵م نمبر انسان وړونکي فضايي بېړۍ وتوغوي، په هغه وخت کې به د چین ۶ تنه هوانوردان په عین وخت کې په فضا کې په ګډه  کار او ژوند وکړي.

باور لرو چې د چین فضايي سټېشن به په نږدې راتلونکي کې د فضا د اکتشاف لپاره د ټولو انسانانو نوی کور وګرځي، چیني او بهرني هوانوردان به په دغه فضايي سټېشن کې د فضايي رمزونو د کشف کولو او د انسانانو لخوا د فضا د سوله‌ييز استعمال د هڅولو لپاره په ګډه رغنده رول ولوبوي.