د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د هند په ګوجرات ايالت کې د يوه پُل د غورځېدو له امله د درنې مرګ ژوبلې اوښتو په اړه د دغه هېواد ولسمشرې دروپادي مورمو او صدراعظم نارندرا مودي ته د خواشيني پيغامونه وليږل.
شي جين پينګ په خپلو پيغامونو کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د يادې پېښې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه خواشيني څرګنده کړې او د هغوی کورنیو او ټپيانو سره يې همدردي ښودلې ده.