بېجينګ: د شينجيانګ د مسئلو په پلمه د ځينو لوېديځو هېوادونو شومې هڅې به بريالۍ نه شي
CMG2022/11/02 11:03:02
شريکول:

راپورونه وايي، چې د نړۍ د څه دپاسه ۶۰ هېوادونو استازو د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ د درېيمې کمېټې په غونډې کې په يوه خوله د شينجيانګ، هانکانګ او شيځانګ چارې د چين کورنۍ چارې بللې دي.

دوی د بشري حقونو له سياسي کولو، دوه ګونو معيارونو او د چين په کورنیو چارو کې له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت څرګند کړی او د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو يې غوښتي، چې د دغه نړيوال سازمان منشور او اصول مرعات کړي او د بېلا بېلو هېوادونو د انتخاب شويو انکشافي لارو دې درناوی وکړي. دوی پر نړيوالې ټولنې هم غږ کړی، چې د بشري حقونو د پياوړتيا او ساتنې لپاره ګډې همکارۍ وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په لومړۍ نېټه د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د کيوبا استازي د ۶۶ هېوادونو په استازيتوب د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلې د درېيمې کمېټې غونډې ته وينا کړې او د چين ملاتړ يې کړی دی.

نوموړي ويلي، چې د کيوبا د استازي د وينا په ورته وخت کې، نورو ٣٠ هېوادونو هم په جلا جلا ويناوو او ګډ ليکونو کې له چين ملاتړ ښکاره کړی دی.

جاو لي جيان ويلي، چې دا د بشري حقونو شورا له ٥١مې غونډې وروسته دوهم ځل دی، چې کابو سلو هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د چين لپاره د عدالت غږ پورته کړی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې عدالت د خلکو په زړونو کې دی. نړيواله ټولنه په تېره بيا پرمختيايي هېوادونه د بشري حقونو له سياسي کولو سره مخالفت کوي.

نوموړي ويلي، د شيجيانګ د اړوندو مسئلو په پلمه د چين د بدنامولو او ځپلو په غرض د يو شمېر لوېديځو هېوادونو هڅې به هيڅکله بريالۍ نه شي.

(ژباړه: شکريه)