ګڼو هېوادونو د ملګرو ملتونو په یوې غونډې کې د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره مخالفت وښود
CMG2022/11/02 15:09:24
شريکول:

امريکا او کاناډا د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسامبلې د درېيمې کمېټې په يوې غونډې کې پر چين د بشري حقونو بې بنسټه تورونه لګولي، خو د ملګرو ملتونو د زياترو غړو هېوادونو استازو په خپلو ويناوو کې له چين څخه ملاتړ کړی او د بشري حقونو مسئلو په پلمه یې د چين په کورنيو چارو کې له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت څرګند کړی دی.

د کيوبا استازي د نړۍ د ۶۶ هېوادونو په استازيتوب یادې غونډې ته وينا کړې او له چين څخه يې ملاتړ کړی دی.

د کيوبا استازي د يادو هېوادونو په استازيتوب ويلي، چې د شينجيانګ، هانکانګ او شي زانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او د بشري حقونو د مسئلو په پلمه يې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت ښودلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان استازي د خليج ۶ هېوادونو، يمن او ليبيا په استازيتوب يادې غونډې ته وينا کړې او له چين څخه يې ملاتړ ښودلی او ويلي يې دي، چې بېلابېل هېوادونه باید د بشري حقونو مسئلو په اړه د ملګرو ملتونو منشور او د بشري حقونو نړيوال اعلان مراعات کړي، د نورو هېوادونو ملي حاکميت ته دې درناوی وکړي او په کورنيو چارو کې دې يې لاسوهنې نه کوي.

د روسيې، بلاروس او نورو هېوادونو استازو هم په خپلو ويناوو کې د بشري حقونو د چارو په برخه کې د چين د پرمختګ او لاسته راوړنو ستاينه کړې ده.