چين د بشري حقونو په اړه د يو شمېر هېوادونو له بې ځایه تورونو سره ټينګ مخالفت وښود
cmg2022/11/02 15:16:55
شريکول:

د امريکا او کاناډا په ګډون يو شمېر لوېديځو هېوادونو د اکتوبر په ۳۱مې نېټې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ د درېيمې کميټې په يوې غونډې کې پر چين بې ځايه تورونه لګولي دي.

په م.م کې د چين دایمي استازي دای بینګ يادې کمېټې ته په وينا کې ويلي، چې د امريکا په ګډون لوېديځ هېوادونه د شينجيانګ او بشري حقونو مسئلې په پلمه د چين ثبات زيانمنوي او غواړي د پرمختګ مخه يې ونيسي.

نوموړي په شينجيانګ کې د بشري حقونو په اړه د لوېديځو هېوادونو اندېښنې بې ځايه بللي او ويلي يې دي، چې لوېديځ د شينجيانګ مسئلې د چين د پرمختګ د مخنيوي او د خپل تسلط د ساتلو لپاره کاروي.

دای بينګ زياته کړې، چې لوېديځو هېوادونو نن چين هدف ګرځولی، خو سبا او راتلونکي کې به بیا نورو پرمختيايي هېوادونو ته ګوتې ونیسي.