د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د نومبر په لومړۍ نېټه په یوې خبري ناستې کې وویل، د جرمني لومړی وزیر اولف شولز به د خپل چیني سیال لي که چیانګ په بلنه د نومبر په ۴مه نېټه چین ته رسمي سفر وکړي.
جاو لي جیان وویل، سږ کال د چین او جرمني ترمنځ د اړیکو د ټينګېدو له ۵۰مې کالیزې سره برابر دی او دواړو هېوادونو په يادې مودې کې هراړخیزې ستراتيژيکې همکارۍ ټينګې کړې دي.
دا به له چين څخه د لومړي وزير شولز لومړۍ رسمي لېدنه وي او هم به د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته، چين ته د اروپايي هېوادونو د مشرانو لومړی سفر وي.
جاو لي جيان وويل، چې د دواړو هېوادونو سیالان به د چین او جرمني، د چین او اروپا د اړیکو، د نړیوال وضعیت او نړیوالې ادارې په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله د نظریو ژورې تبادلې وکړي.
نوموړي زياته کړه، د چین او جرمني متقابل سیاسي باور او پياوړې خپلمنځي همکارۍ يې د دواړو خواوو له ګټو سره سمون لري او باور يې وښود، چې د لومړي وزیر شولز دغه سفر به په نوې زمانې کې د چین او جرمني د هراړخیزو ستراتيژیکو اړیکو د ټينګښت لپاره نوی حیاتي ځواک برابر کړي او د نړۍ د سولې، ثبات او ابادۍ لپاره به خدمتونه تر سره کړي.
(هیله)