وانګ يي د فرانسې د بهرنيو چارو وزيرې سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/11/02 10:27:20
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو او د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په لومړۍ نېټه د فرانسې د بهرنيو چارو له وزيرې کاترين کولونا سره ټليفوني خبرې کړې دي.

وانګ يي له نوموړې سره په خبرو کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس سترې لاسته راوړنې شريکې کړي او پر مهم اهميت یې غږيدلی دی.

نوموړي باور ښودلی، چې چين به د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ  ښه پرمختګ وکړي.

وانګ يې زياته کړې، چې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د پرمختګ پلان او پاليسۍ به په کور دننه  بدلونونه راولي او نړيوالو ته به مهم فرصتونه برابر کړي او د چېلنجونو او ننګونو پر وړاندې به نړيوالې مبارزې په خوځښت راولي.

نوموړي ويلي، چين له فرانسې او اروپا سره خپلې پاليسۍ دوامدارې او ثابتې ساتلي او په دې تکل دی، چې خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ او اړيکې يې نور هم پرمختګ ومومي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزيرې کاترين کولونا ويلي، چې هېواد يې غواړي، له چين سره متقابل باور ژور کړي او د نړۍ د سولې او ثبات ورسره په ګډه وساتي.

دواړو خواوو د اوکراين مسئلې په اړه هم د نظريو تبادلې کړې دي.

(مينه)