د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په لومړۍ نېټه د عرب لیګ د مشرانو شورا د نوبتي رئیسه هېواد الجزایر ولسمشر عبدالمجید تیبوني ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او په دغه هېواد کې د یادې شورا د ۳۱مې غونډې د پرانیستلو په پار يې ورته مبارکي ويلې ده.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې عرب لیګ د عربي هېوادونو یووالی او پرمختګ هڅولی، په منځني ختيځ کې يې د سولې او ثبات د عملي کولو لپاره کوښښونه کړي او د څواړخیز نظام او د پرمختیايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو لپاره يې نه ستومانه کېدونکي زیارونه ايستلي دي.
شي جين پينګ زياته کړې، چې چین د الجزایر په شمول له عربي هېوادونو سره ټينګه دوستي لري، په دې وروستیو کلونو کې يې خپلمنځي متقابل سیاسي باور پياوړی کړی، د یو کمربند او یوې لارې د جوړونې لپاره يې ګډ کوښښونه کړي او په بېلا بېلو برخو کې يې د همکارۍ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.
نوموړي ويلي، چین او عربي هېوادونو د کرونا وبا ضد مبارزه کې یو له بل سره اغېزناکې مرستې کړي او د پرمختیايي هېوادونو د همکارۍ نمونه يې جوړه کړې ده. (هیله)