په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۲۷۵۷۳۵۷۹ ته رسېدلی
CMG2022/11/02 10:23:36
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په لومړۍ نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د لومړۍ نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۵۳ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۶۳ زره او ۴۰۴ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۲۷ ميليونه، ۵۷۳ زره او ۵۷۹ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۵۳۷ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۷۰ زره او ۳۶۳ ته رسېدلی دی.

(مينه)