لي که چیانګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا د ۲۱مې غونډې مشري وکړه
CMG2022/11/02 11:42:07
شريکول:

د چین صدراعظم لي که چیانګ د نومبر په لومړۍ نېټه له بېجینګ څخه په انلاين بڼه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا د ۲۱مې غونډې مشري کړې ده. 

نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د سمرقند سرمشریزه د روان کال په سپتمبر کې ترسره شوه او ګډونوالو يې د دغه سازمان د پرمختګ د هڅولو په پار نوې نظریې وړاندې کړي دي.

 لي که چيانګ ويلي، چین غواړي له بېلا بېلو خواوو سره متقابل سیاسي باور، د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ او دوستانه تبادلې پيیاوړې او د شانګهای روحیه پراخه کړي او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته زیاتې ګټې ورسوي. 

نوموړي په خپلو خبرو کې د یاد سازمان د همکاريو د هڅولو په پار ۵ فقره ييز وړاندیز کړی دی.

۱ـ د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې د قانون پلې کولو په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي، خوندیتوب او ثبات دې وساتي او د پرمختګ لپاره دې ښه زمینه برابره کړي.

۲ـ د سازمان غړي هېوادونه دې خپلمنځي سوداګرۍ او پانګونې ته زیاتې اسانتیاوې برابرې او د سیمې د اقتصاد د سمسورتيا لپاره دې ګټورې چارې ترسره کړي.

۳ـ د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې خپلمنځي تبادلې پیاوړې کړي.

۴ـ د سازمان غړي هېوادونه دې د غلو دانو او انرژۍ د عرضې د تضمین سویه لوړه کړي.

۵ـ د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې د خلکو ترمنځ تګ راتګ زیات او خپلمنځي تفاهم دې پياوړی کړي.

(هیله)