د هرات زوړ ښار
CMG2022/11/02 14:51:28
شريکول:

د هرات زوړ ښار. د هرات زوړ ښار اوږده تاریخي مخینه لري، چې یو وخت د سوداګرۍ لوی مرکز و او لوی لوی سوداګریز کاروانونه به دلته دمه کېدل او بیا به د سیمې هېوادونو ته تلل. که څه هم ددغه ښار پخوانۍ بڼه لا یو څه پاتې ده، خو په ډېری برخو کې یې نوې رغونې شوې دي.