د امريکا پنټاګون يا دفاع وزارت په دې وروستیو کې د ۲۰۲۲م کال د ملي دفاع د ستراتیژۍ راپور خپور کړی او چين يې پکې تورن کړی، چې د امريکا ملي امنیت ته " تر ټولو جدي سیسټمایکې ننګونې " جوړوي.
پنټاګون په ياد راپور کې ويلي، چې چين د خپلو اقتصادي، اټومي او نظامي اغېزو په کارولو د سيمه ييزو هېوادونو ملي ګټې ګواښي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په لومړۍ نېټه په يوه عادي خبري غونډې کې د ياد راپور په غبرګون کې ويلي، چې پنټاګون د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د ستراتيژيک راپور په څېر د سترو قدرتونو سيالي مبالغه کړې او په لوی لاس يې د چين د بهرنيو او دفاعي چارو تحريف کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د پنټاګون دغه راپور د سړې جګړې د راپورته کولو ښکارندويي کوي او د چين د ځپلو په موخه د امريکې ناوړه نيتونه ترې څرګنديږي.
(ژباړه: شکريه)