شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم محمد شهباز شريف سره وکتل
CMG2022/11/02 16:04:59
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د دوهمې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د پاکستان له صدراعظم محمد شهباز شريف سره وکتل.

شي جين پينګ له نوموړي سره په کتنې کې د دواړو هېوادونو د دوستۍ په پار د پاکستان د ټينګو هڅو ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې پاکستان هر وخت د چين په مرکزي او مهمو مسئلو کې له بېجينګ څخه ټينګ ملاتړ کړی او د همدې په پار يې ترې مننه کړې ده.

شي جين پينګ ويلي، چې چين به د ملي حاکميت، د خاورو د بشپړتيا، د پرمختيايي ګټو او ملي وقار د ساتلو په برخو کې د پاکستان له هڅو ټينګ ملاتړ وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له سيلاب ځپلو پاکستانيانو سره هم همدردي ښودلې او ويلي يې دي، چې چين به د سيلابونو ضد، بيارغونې او کرنيزو چارو په برخو کې له پاکستان سره مرستې زياتې او د ناورينونو او زيانونو د مخنيوي او د اقليمي بدلون ضد مبارزې په برخو کې به ورسره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

شي جين پينګ په دغه کتنه کې محمد شهباز شريف ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس لاسته راوړنې ور وپېژندلې او په اشارې يې ويلي، چې چين به د ورخلاصون  ملي تګلارې تطبيق ته دوام ورکړي او د خپل نوي پرمختګ له لارې به د پاکستان په شمول بېلا بېلو هېواد ونو ته نوي فرصتونه برابر کړي.

نوموړي زياته کړې، چې دواړه هېوادونه دې په لوړ موثريت د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ابادۍ ته پرمختګ ورکړي او دغه دهليز دې د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته پرمختګ يوه نمونوي پروژه وګرځوي.

شي جين پينګ ويلي، چې چين د پاکستان د ښو کرنيزو توکو د صادراتو د زياتوالي هرکلی کوي او هېواد به یې له پاکستان سره د ډيجټلي اقتصاد، الکترونيکې سوداګرۍ او نويو انرژو په برخو کې همکارۍ زياتې کړي او د دغه هېواد د پولي وضعيت د ثبات لپاره به پر له پسې مرستې  برابرې کړي.

محمد شهباز شريف په دغې کتنې کې ويلي، چې له چين سره د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ټينګښت د پاکستان د بهرنيو چارو بنسټ او د دغه هېواد د بېلا بېلو ټولنو ګډه نظريه ده.

شي جين پينګ له محمد شهباز شريف سره تر کتنې وروسته نوموړي ته د ښه راغلاست مېلمستيا وکړه.