د اسرائیل خبري رسنیو د نومبر په لومړۍ نېټه د يوې سروې پایله خپره کړې، چې له مخې يې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر بنيامين نيتنیاهو په مشرۍ د لیکود ګوند د دغه هېواد د ۲۵مې دورې پارلماني ټاکنو کې ډېرې څوکۍ ګټلې دي.
راپورونه وايي، چې لیکود ګوند د پارلمان له ۱۲۰ څخه ۳۰ څوکۍ ترلاسه کړي او تر نورو ګوندونو يې ډېرې څوکۍ خپلې کړي دي.
د اسرائيل د اوسني لومړي وزیر یایير لاپید په مشرۍ یش اتید ګوند په پارلماني ټاکنو کې ۲۴ څوکۍ ګټلي او دويم ځای يې خپل کړی دی.
(هیله)