د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين د نومبر په لومړۍ نېټه د ترکيې له ولسمشر رجیب طیب اردوغان سره ټلیفوني خبرې کړي او د تور سمندر د بندرونو له لارې د کرنيزو محصولاتو د لېږد تړون په تطبیق ورسره غږیدلی دی.
کریملین ماڼۍ پر خپلې ویبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر پوتین خپل ترکي سیال ته د روسیې لخوا د یاد تړون د ځنډېدو لاملونه بیان کړي او ويلي يې دي، چې اوکراین د لوېديځو هېوادونو په ملاتړ د غلودانو د لیږد د بشردوستۍ سمندري دهلیز د روسیې پر وړاندې کاروي او پر بیړیو او نورو بنستيزو تاسیساتو يې بریدونه کوي.
پوتین ویلي، چې نړيواله ټولنه باید د دغو بریدونو جدي پلټنې وکړي او اوکراین باید د غلو دانو ليږد تړون د جدي مراعات ډاډ ورکړي.
نوموړي ويلي، چې روسيه به په هغه صورت کې ياد تړون ته را وګرځي، چې اوکراين ډاډ ورکړي، چې د بشردوستۍ سمندري دهلیز به د پوځي موخو لپاره نه کاروي.
اردوغان په خپلو خبرو کې ویلي، چې ترکیه له روسیې او اوکراین سره د اوسنیو ستونزو د حل لپاره کوښښونه کوي.
(هیله)