د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د پخوانيو ګډون کوونکو ګټورې خاطرې
CMG2022/11/02 15:14:41
شريکول:


د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون به ژر پرانيستل شي. اوسمهال د چين نړيوال وارداتي نندارتون خلکو ته د نويو نړيوالو توکو د ښودلو، د پرمختللو ټکنالوژيو د کارولو، د نوښتي خدماتو د ګټې اخيستې ډګر ګرځېدلی دی. بېلابېل نړيوال توکي د دغه نندارتون له لارې د چين بازار ته لار موندلې او نړيوال شرکتونه چې مخکې د پخوانيو دورو په دغه نړيوال نندارتون کې ګډون کړی، ترې نه هېرېدونکې خاطرې لري. همدارنګه، دوی د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د پرانيستلو په وخت کې خپلې تجربې څرګندې کړې دي.  
د چين د سوداګرۍ وزارت د يوې شمېرنې له مخې، د چين د پخوانيو څلورو دورو په نړيوالو وارداتي نندارتونونو کې برخوالو شرکتونو څه باندې ۱۵۰۰ نوي توليدات، ټکنالوژۍ او خدماتو ښودنه کړې، چې معاملوي ارزښت یې له ۲۷۰ ميليارډو ډالرو څخه اوښتی و. د نړۍ په ۵۰۰ مخکښو او غښتلو تصديو او همدارنګه مشهورو شرکتونو کې نژدې ۹۰ سلنه برخه، چې مخکې په دغو نندارتونونو کې شامل شوي، بيا به د چين په پنځم نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي.
د فرانسې د لوريال (L’ORÉAL)ډلې د چين د تېرو څلورو دورو په نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی او په مسلسلو دريو دورو کې د نندارتونونو د ټولنې ریيس دنده هم به غاړه درلوده او په پنځمه دوره کې به بیا هم ګډون ولري. د دغې ډلې د شمالي اسيا سيمې او د چين د څېړنې او نوښت مرکز مرستيال مشر (ما سي مينګ) وويل، چې ډله به يې د پنځم ځل لپاره د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي. زه په صميمي ډول ټولو ته بلنه ورکوم، چې زموږ د نندارتون بهیر وګوري او په ګډه ښه راتلونکې جوړه کړي. د دغه نندارتون د بريالي تر سره کولو په هیله!.
هغه تصدۍ چې څو څو ځلې په ياد نندارتون کې ګډون کړی، غواړي د چين ستر بازار ته د لار موندلو لپاره په دغه نندارتون کې فرصت ومومي. د جرمني د سچوتاګ (SCHOTTAG) ډلې مشر ډاکټر (هه ده ژوې) وويل، چې د چين بازار د لوړ ساينس او ټکنالوژۍ په کارولو سره د نړيوالو تصديو لپاره ډېر جالب او د پام وړ دی. د چين ښېګنې دا دي چې د بازار پيمانه لويه ده او د پراخ او هر اړخیز توليدي ځنځير په وسيله په ټوله نړۍ کې د ساينس او ټکنالوژيو يوه مهمه سرچينه بلل کېږي. هغه زياته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې زموږ ډلې په چين کې ثابتې پانګونې کړې او خپلې چارې يې پراخې کړې دي، دغه راز چين زموږ د ډلې لپاره تر ټولو د چټک پرمختګ بازار ګرځېدلی دی. موږ ډېر خوشاله شو، چې په روان کال کې به په دوامداره توګه د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون کوو او دا د ډلو او همکارانو تر منځ د تګ راتګ ډېر ښه ډګر دی. زموږ ډله د لومړۍ دورې له نندارتون څخه تر اوسه پورې د پنځم ځل لپاره پکې ګډون کوي.
په طبي چارو کې د زياتو نړيوالو تصديو نوښتي لاسته راوړنې له دغه نندارتون څخه په ګټې اخيستنې سره په چټکه توګه د چين په بازار کې پرمختګ کوي. د (Edwards Lifesciences) يډوارډس د ژوند ساينس شرکت د چيني چارو اړوند مسوول تان تيان لي وويل، چې زموږ شرکت په ۲۰۲۰م کال کې د چين له دويم نړيوال وارداتي نندارتون څخه را په دې خوا په مسلسلو دريو نندارتونونو کې ګډون کړی او ډېر وياړو، چې بيا په پنځمې دورې کې ځای ولرو. زما څرګند احساسات دا دي، چې دغه نندارتون زموږ شرکت ته د ښودنې ډګر برابروي او دا هڅونه کوي، چې زموږ توليدات په بازار کې وپلورل شي. زموږ شرکت په دې وروستيو کلونو کې د دغه نندارتون له لارې زیات او مختلف النوع توليدات پلورلي دي.
د طبي ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې د امريکا د ميډټرونيک (Medtronic) شرکت هم د ياد نندارتون همېشنی ملګری دی. د دغه شرکت د چيني چارو مرستيال مشر شوی يان فنګ وويل، چې په دغه نندارتون کې له ګډون وروسته زموږ د شرکت توليدات د ښودنې له ډګر څخه د چين بازار ته ننوتلي دي. نو د چين نړيوال وارداتي نندارتون نه يوازې د توليداتو د ښودلو ډګر دی، بلکې د شرکتونو او مصرفوونکو خواوو تر منځ د تګ راتګ کړکۍ هم ده. هغه زياته کړه، چې دا پنځم ځل دی، چې زموږ شرکت په دغه نندارتون کې ګډون کوي. په پخوانيو څلورو دورو کې زموږ نندارځای هر کال لوی شوی او زموږ توليدات لا زيات شوي دي. په روان کال کې به موږ د طبي ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې نوښتي توليدات وړاندې کړو. دغه نندارتون د هېواد په کچه ورخلاصوونکی ډګر دی او له پخوانيو تجربو څخه څرګندوی دی، چې چين د ورخلاصون د پر له پسې پرمختګ هڅونه کړې او کوي يې. د نړيوالې تصدۍ په توګه موږ ډېرې تمې لرو.
ولې دومره زيات شرکتونه چې د پخوانيو دورو په دغو نندارتونونو کې ګډون کړی، بيا غواړي په نندارتون کې برخه ولري، ځکه چې دوی په دې ډګر کې ښکلی راتلونکی ليدلی شي.