د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون کې خوندور خواړه
cmg2022/11/03 17:35:49
شريکول:

ټاکل شوې، د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای کې پېل شي او د همدې مياشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ومومي.

 دغه نندارتون د نړۍ د ګڼو هېوادونو شرکتونو ته دا فرصت برابر کړی، چې د چين لوی بازار ته خپل توليدات وړاندې کړي او بازارموندنه ورته وکړي.

د مالوماتو له مخې، د چين نړيوال وارداتي نندارتون په تېرو دورو کې د نړۍ د ګوټ ګوټ باکيفیته کرنيزو محصولاتو او بېلا بېلو ځانګړو خوندورو توکو زيات شمېر خلک راجلب کړي وو.

تمه کيږي، چې سږنی نندارتون به د ډېرو خلکو پاملرنه راجلب کړي.

 د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې د خوراکي او کرنیزو محصولاتو نندارځی

 د چين څلورم نړيوال وارداتي نندارتون کې د میوو نندارځی