په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۲۸۰۳۵۵۵۳ ته رسېدلی
CMG2022/11/03 10:15:20
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۲مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۴۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۱۸۵ زره او ۶۶۹ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۲۸ ميليونه، ۳۵ زره او ۵۵۳ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۸۲۳ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۷۲ زره او ۸۰۰ ته رسېدلی دی.

(مينه)