امريکې په دې وروستيو کې د جاپان په ګډون له څو هېوادونو غوښتي، چې چين ته د سيميکنډکټر پر صادراتو محدوديتونه وضع کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په دوهمې نېټې په يوې عادي خبري غونډې کې هيله وښوده، چې ټول هېوادونه خپلواکې پرېکړې وکړي او د خپلو دايمي ګټو او د نړيوالې ټولنې له بنسټيزو ګټو سره سم قضاوت وکړي.
د راپورونو له مخې، د امريکا حکومت په دې وروستیو کې له جاپان او ځينو نورو هیوادونو غوښتي، چې چین ته د سیميکنډکټر پر صادراتو محدودیتونه ولګوي.
د جاپان د حکومت يوه چارواکي ويلي، هېواد يې د امريکا د وړانديز له ترلاسه کولو وروسته پر دې غور کوي، چې پر چين کوم محدوديتونه وضع کړي.
(ژباړه: شکريه)