شي جين پينګ د تانزانيا له ولسمشرې سميا سلوهو حسان سره خبرې اترې وکړې
CMG2022/11/03 23:02:17
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د درېيمې نېټې له غرمې وروسته د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د تانزانيا له ولسمشرې سميا سلوهو حسان سره خبرې اترې کړې. نوموړو مشرانو اعلان وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د هراړخيزو ستراتيژيکو ملګرو اړيکو ته لوړې شوي دي.

دواړو مشرانو په خبرو اترو کې له دې سره موافقه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړ پوړي تګ راتګ او ډيالوګ به وساتي، د دوه اړخيزې سوداګرۍ اندازه به زياته کړي او د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کچه به لوړه کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تګ راتګ به زيات کړي او په نړيوالو او څواړخيزو چارو کې به خپلمنځي همغږي پياوړې کړي. 

دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته د سوداګرۍ، پانګونې، د پرمختګ د همکارۍ، ډيجټالي اقتصاد، زرغون پرمختګ او شنه پرمختګ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریزو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ. 

دواړو خواوو په هره برخه کې د چين او تانزانيا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو اعلاميه خپره کړه.