د یونان اتن خبري اژانس د نومبر په ۲مه نېټه خبر ورکړی، چې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ د نومبر د ۱مې نېټې په سهار د دغه هېواد یوبوی ټاپو ته نږدې سمندري سیمې کې ډوبه شوې او له امله يې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.
د یونان سمندري پولیسو ويلي، د يادې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې يې ۱۲ تنه ژغورلي دي.
عيني شاهدانو ويلي، چې په دغې کښتۍ کې ۶۸ کسان سپاره وو او ټول د مصر، افغانستان او ایران اتباع بلل شوي دي.
د مالوماتو له مخې، په يادې نېټې په سمندر کې سخت توپان پورته شوی و او ياده کښتۍ هم ښايي د همدې توپان له امله په اوبو کې ډوبه شوې وي.
ژغورونکو ويلي، چې په سمندر کې سخت باد د دوی د ژغورنې چارې ټکنۍ کړې وې.
(هیله)