چين پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د کډوالو د خونديتوب لپاره لاس په کار شي
CMG2022/11/03 11:40:17
شريکول:

د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمېشنر د نومبر په دوهمې نېټې د امنيت شورا په يوې غونډې کې کاري راپور وړاندې کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ په يادې غونډې ويلي، چې هېواد يې د تل په څېر د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ له کارونو ملاتړ کوي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د مرستندويه پیسو د راغونډولو او د کډوالو د خونديتوب لپاره دې پوره هڅې وکړي.

ګنګ شوانګ ويلي، پرمختيايي هېوادونو د نړۍ په سلو کې ٨٣ کډوال منلي او پرمختللی هېوادونه بايد خپلې ژمنې پوره کړي او له پرمختيايي هېوادونو سره دې د فشار په کمولو کې مرستې وکړي.

نوموړي په اشارې ويلي، چې ځيني هېوادونه دې د کډوالو چارو ته سیاسي رنګونه نه ورکوي، له داسې کړنو څخه بايد ډډه وشي چې ترهګر يا مجرمين د کډوالو په حيث مني او د کډوالو د ساتونکي سیسټم اعتبار دې وساتي.

ګنګ شوانګ په نړۍ کې روانې وسله والې شخړې د کډوالو له مسئلو سره تړلې بللي او پر امنيت شورا يې غږ کړی، چې د کډوالو پر مخ د شته ستونزو په هواري کې فعال رول ولوبوي.

(ژباړه: شکريه)