وانګ يي له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره وکتل
CMG2022/11/03 11:01:00
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره کتلي دي.  

بلاول د پاکستان د خلکو يا پيپل ګوند په استازیتوب د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د بریالیتوب په پار مبارکي ويلې او باور یې ښودلی، چې د ياد کانګرېس لخوا جوړ شوی کره پلان به د نړۍ د سولې او پرمختګ د هڅولو لپاره پياوړی او فعال رول ولوبوي. 

وانګ يي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د چین پرمختګ به د نړۍ د سولې ځواک پياوړی او د ګردې نړۍ د ثبات عوامل به په خوځښت راولي او په ترڅ کې به یې د چین او پاکستان اړیکې نوی حیاتي ځواک ومومي او نوې مرحلې ته به داخلې شي.

 (هیله)