روسیه د کرنيزو محصولاتو لیږلو تړون ته بیا راوګرځېده
CMG2022/11/03 10:57:35
شريکول:

د روسیې دفاع وزارت د نومبر په ۲مه نېټه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د تور سمندر د بندرونو له لارې د کرنيزو محصولاتو د لېږد همغږۍ مرکز د نومبر په لومړۍ نېټه له اوکراین څخه ژمنلیک اخیستی، چې د غلو دانو د لیږد دهلیز او د کرنیزو محصولاتو د لیږدونکو بندرونو له لارې به پر روسیې پوځي عملیات غوره نه کوي.

 اعلاميه وايي، چې ياد مرکز د نړیوالو سازمانونو او ترکیې په مرستې له اوکراين څخه ژمنليک اخیستی دی.

 اوکراین هم رسماً ډاډ ورکړی، چې د بشردوستۍ سمندري دهلیز به د کرنیزو محصولاتو د لیږد او د همغږۍ مرکز له مقرراتو سره سم وکاروي. 

روسيې په یادې اعلامیې کې د اوکراین ژمنې کافي بللي او ځکه يې پرېکړه کړې، چې ياد تړون ته بیا را وګرځي.

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په همدې ورځ ياد تړون ته د روسیې د بیا راګرځېدو خبر ورکړی دی. 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د نومبر په لومړۍ نېټې له خپل اوکرایني سیال زلینسکي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد به یې له اوکراین سره نظامي مرستې او په تېره بیا د هوايي دفاع په برخه کې زیاتې همکارۍ وکړي.

 (هیله)