د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۳مه نېټه په فيليپين کې د توپان له امله د شويو زيانونو په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر فيرديناند روموالډيز مارکوس ته د همدردۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د توپان له امله مړو شويو کسانو ته خواشيني او د دوی خپلوانو او ټپيانو ته یې همدردي وښوده. نوموړي زياته کړې، چې چين هيله لري، چې د توپان وروسته د بيارغونې په برخه کې له فيليپين سره مرستې وکړي.