د عرب ليګ ۳۱مه سرمشريزه د نومبر په دوهمه نېټه د الجزاير په پلازمينې الجزايره کې پای ته رسېدلې ده.
په يادې سرمشريزې کې د عرب ليګ د ۲۱ غړو هېوادونو مشرانو او لوړ پوړو چارواکو، د دې ليګ سرمنشي احمد ابو الغیظ او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټریش ګډون کړی و.
عرب ليګ د يادې سرمشريزې اعلاميه خپره کړې او د عربي هېوادونو د ګډ اقدام په پياوړتيا پکې ټينګار شوی او د عربي هېوادونو په کورنيو چارو کې د نورو هېوادونو له هر ډول لاسوهنې سره يې ټينګ مخالفت ښودلی دی.
په اعلاميې کې پر دې ټینګار شوی، چې عربي هېوادونه دې په ټولو برخو کې د امنیت او ثبات لپاره پياوړي ګامونه پورته کړي، په ګډه دې د خوړو، انرژۍ، روغتیا او د اقلیمي بدلون ننګونې حل او د هڅو ځانګړې تګلارې دې جوړې کړي.