په امريکا کې د بانکي سود لوړوالي د نړيوال اقتصاد د ځوړ اندېښنې راپورته کړي
CMG2022/11/03 15:06:27
شريکول:

د امريکا فيدرالي زيرمې ادارې د نومبر په درېيمې نېټې په بانکي سود کې د صفر اعشاريه پنځه اتيا سلنې زياتوالی اعلان کړی دی.

دا په روان ۲۰۲۲م کال کې د امريکا شپږم ځل دی، چې خپل بانکي سودونه لوړوي او دغې کړنې يې د ګردې نړۍ اندېښنې راپارولي دي.

د سي جي ټي اېن (CGTN) (( ګلوبل بېزنيس )) څانګې د چين د خلکو پوهنتون د حکومتوالۍ او عامو افکارو له څېړنيز انسټېټيوټ سره په ګډې همکارۍ يوه نړيواله سروې تر سره کړې او د نړۍ سل اقتصاد پوهان يې پوښتلي دي.

د دې سروې پایله ښيي، چې د امريکا د بانکي سودونو پر له پسې لوړوالی به نړيوال اقتصاد مخ په ځوړ او وضعيت به نور هم سخت کړي.

د يادې سروې ۹۰ سلنه برخه وال اقتصاد پوهان په دې نظر دي، چې د امريکا د داسې کړنو له امله د پولي تورم خطر د لوړېدو په حال کې دی او د سروې ۹۴ سلنه برخه وال اقتصاد پوهان بیا په دې نظر دي، چې د امریکې د بانکي سود پر له پسې لوړوالی ښايي د پرمختيايي هېوادونو پر غاړو د پورونو خطرونه نوره هم زيات کړي.

د سروې ۷۲ سلنه برخه والو اقتصاد پوهان پر دې اند دي، چې د امريکې د بانکي سود پر له پسې لوړوالی به د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د روزګار پر وضعيت منفي اغېزې وکړي او له ۸۳ سلنې زياتو برخه والو اقتصاد پوهانو بیا دا نظر ښودلی، چې د امريکې دغه کړنه به د پرمختيايي هېوادونو ټولنيز ثبات ته زيانونه ورسوي.

 د سروې ۷۳ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې د امريکا د فيدرالي زېرمې ادارې کړنې به د نړيوال صنعتي ځنځير او عرضې ځنځير ثبات متزلزل کړي او منفي اغېزې به يې تر ټولو ورسيږي.