شي جين پينګ د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د پرانيستنې په مراسمو کې وينا وکړه
CMG2022/11/04 21:35:25
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۴مې نېټې په ماښام په انلاين ډول د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د پرانيستنې په مراسمو کې د ورخلاصون او سمسورتيا د ښه راتلونکي لپاره د ګډو هڅو تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، پنځه کاله مخکې يې د چين د نړيوال وارداتي نندارتون جوړونه اعلان کړه او موخې يې دا ده، چې ورخلاصون به پياوړی شي او د چين لوی بازار به د نړۍ لپاره لوی فرصتونه برابر کړي. اوس دغه نندارتون د چين د نوي پرمختګ جوړښت د ابادولو کړکۍ، د لوړې کچې ورخلاصون د هڅونې ډګر او نړيوال عامه خدمت ګرځېدلی دی.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې ورخلاصون د انساني تمدن د پرمختګ مهم خوځنده ځواک دی او د نړيوالې سمسورتيا او پرمختګ ضروري لار ده. موږ بايد د ورخلاصون له لارې ستونزې حل کړو، د همکارۍ او نوښت ځواکونه دې راغونډ کړو، ګډې ګټې دې ومومو، د اقتصاد نړيوال کېدو ته دې پرمختګ ورکړو او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته دې د پرمختګ د ګټو رسولو لپاره هڅې وکړو.

شي جين پينګ دې ته په اشارې وويل، چين به له بېلا بېلو هېوادونو او خواوو سره د خپل لوی بازار فرصتونه شريک کړي او له نورو هېوادونو څخه به د باکيفيته توليداتو واردات زيات کړي. چين به د ميکانيزم د ورخلاصون له لارې له بېلا بېلو هېوادونو او خواوو سره فرصتونه شريک کړي او د مقرراتو، ميکانيزمونو، ادارې او معيارونو په برخو کې به خپل ورخلاصون پياوړی کړي. چين به له بېلا بېلو هېوادونو او خواوو سره د نړيوالو همکاريو فرصتونه شريک کړي، د سوداګرۍ او پانګونې ازاد او اسانه کېدل به وهڅوي، د پرمختګ د چټکوالي په برخه کې به د پرمختيايي هېوادونو ټينګ ملاتړ او ورسره به مرستې وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي.

شي جين پينګ د خپلې وينا په پای کې وويل، چين هيله لري، چې له بېلا بېلو هېوادونو سره رښتينی څواړخيزم عملي کړي، لا زياتې ګډې نظريې راغونډې کړي، د نړيوال اقتصادي پرمختګ د ستونزو او ننګونو د لرې کولو لپاره ګډې هڅې وکړي او د ورخلاصون له لارې د نړيوال پرمختګ راتلونکی ځلانده کړي.