د روسيې له ذروي اوبتل د بولاوا په نوم باليستيک توغندی توغول شوی
CMG2022/11/04 11:08:38
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د نومبر په ۳مه نېټه ويلي، چې په سپين سمندر (White Sea)کې يې د دې هېواد له ستراتيژيک ذروي اوبتل څخه په ازمويښتي توګه د بولاوا(Bulava) په نوم باليستيک توغندی توغولی او ټاکلی هدف يې ویشتلی دی.

روسیه وايي، چې دغه نوی باليستيک توغندی يې شاوخوا ۸زره کيلومتره واټن وهلی شي.