بېجينګ: د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره د مسلسلو ۶ کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په پريکړه ليکونو کې ياده شوې
CMG2022/11/04 14:37:58
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۷مې دورې عمومي اسمبلۍ لومړۍ کمېټې د نومبر په ۲مه  د رايو په غوڅ اکثريت د چين او روسيې په وړانديز هغه پرېکړه ليکونه تصويب کړي، چې له مخې يې دغه دواړه هېوادونه به په فضا کې له نورو هېوادونو مخکې وسلې ځای پر ځای نه کړي او په فضا کې د نظامي سيالۍ د مخنيوي لپاره به لازم تدبيرونه ونيسي.

په پرېکړه ليکونو پر دې ټينګار شوی، چې نړيواله ټولنه باید په فضا کې د نظامي سيالۍ مخه ونيسي او په ګډه دې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۳مه وويل، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره د تېرو مسلسلو ۶کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د فضايي خونديتوب په اړوندو پريکړه ليکونو کې ياده شوې ده.

جاو لي جيان وويل، له حقيقتونو څرګندېږي، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره د نړيوالې ټولنې له ګډو هېلو سره سمون لري او د اکثرو هېوادونو په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو ملاتړ يې تر لاسه کړی دی. چين ټينګه اراده لري، چې له نړيوالو سره يو ځای د بېلا بېلو نړيوالو ننګونو پر وړاندې ګډه مقابله وکړي او د انسانانو لپاره ښه اينده جوړه کړي.