((د عامو وګړيو لپاره د اقليمي عملياتو لاسي کتاب)) خپور شو
CMG2022/11/04 14:37:13
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو خواوو ۲۷مه غونډه (COP27) به ژر تر سره شي.

 د ويلد ايډ (Wild Aid) چاپېريال ساتنې نړيوال سازمان او د سينتاو(SynTao) سلامشورو شرکت د نومبر په ۳مه په ګډه ((د عامو وګړيو لپاره د اقليمي عملياتو لاسي کتاب)) خپور کړی او له دې لارې يې عامو وګړيو ته له اقليمي بدلون سره د مقابلې عملي لايحه برابره کړې، څو د شنو خونو ګازو د ايستنې اندازه کمه کړي.

د معلوماتو له مخې، د دغه لاسي کتاب انګليسي بڼه به د کوپ ۲۷(COP27) غونډې په ترڅ کې خپره شي او ټولې نړۍ ته به د اقليمي بدلون په برخه کې د چين د ټولنې په ځانګړې توګه د ځوانانو نظريې څرګندې شي.