په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۲۸۳۴۶۷۰۴ ته رسېدلی
CMG2022/11/04 11:09:17
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۳مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۳مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۳۶ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۵۶ زره او ۵۸۵ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۲۸ ميليونه، ۳۴۶ زره او ۷۰۴ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۵۹۵ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۷۳ زره او ۹۶۸ ته رسېدلی دی.

(مينه)