د اسرائيلو د ټاکنو مرکزي کمېټې د نومبر د ۳مې نېټې په ماښام د دې هېواد د ۲۵مې دورې پارلماني ټاکنو د رايګيرۍ پايله خپره کړې، چې له مخې يې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم بنيامين نيتانياهو په مشرۍ ايتلاف ۶۴ څوکې تر لاسه کړي او د هېواد د نوې کابينې د جوړولو حق يې خپل کړی دی.
د اسرائیلو د پارلماني ټاکنو پايلې ښيي، چې د بنيامين نيتانياهو په مشرۍ ليکود ګوند د پارلمان له ۱۲۰ څوکيو ۳۲ څوکې تر لاسه کړې دي.
د مالوماتو له مخې، ليکود ګوند د دې هېواد له څو ګوندونو((مذهبي زيونيست ګوند، شاس ګوند او د متحد تورا جودايسم ګوند)) سره ايتلاف کړی او په ګډه يې د پارلمان له نيمايي زياتې څوکۍ خپلې کړې دي.