د چين صدراعظم به په کمبوديا کې د ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه د مشرانو په يو لړ غونډو کې ګډون وکړي
CMG2022/11/04 17:30:49
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۴مه نېټه وويل، د چين صدراعظم لي که چيانګ به د کمبوديا د لومړي وزير هون سين په بلنه د روانې مياشتې له ۸مې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې د دغه هېواد په پنوم پن کې د چين - اسيان د مشرانو په ۲۵مه غونډه، د اسيان - چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په ۲۵مه غونډه او د ختيځې اسيا  په ۱۷مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او له کمبوديا څخه به رسمي ليدنه وکړي.