د چين د ملي شورا مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۴مه نېټه « په نوي عصر کې د چين د بې دو سپوږمکۍ لارښوونکی سيسټم » سپين کتاب خپور کړی، چې پکې يې د چين د بې دو سپوږمکۍ د لارښوونې سيسټم پرمختګ او راتلونکی پلان معرفي او عملي تجربې يې پکې بیان کړې دي.
چين د بې دو سپوږمکۍ لارښوونکی سيسټم د خپل ملي امنيت او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ اړتياوو ته په کتو جوړ کړی او د ډېرو کلونو د کار په بهیر کې يې پرمختګ موندلی دی.
دغه سيسټم هم د نړيوالو کارونکو لپاره دقيقې لارښوونې او خدمتي چارې ترسره کوي.