چين د پرمختيايي هېوادونو ريښتنی ملګری دی
CMG2022/11/04 15:39:42
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۳مه نېټه په يوې خبري ناستې د چين او افريقايي هېوادونو تر منځ همکارۍ د چين او زياتو پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو يوه بېلګه وبلله.

نوموړي وويل، چين په عملي کړنو کې دا څرګنده کړې، چې د پرمختيايي هېوادونو ريښتنی ملګری او باور وړ دوست دی او له پرمختيايي هېوادونو سره ګډ پرمختګ کوي.

د مالوماتو له مخې، د بريتانيا د اند پوښتنې يوې ادارې په دې وروستيو کې سروې خپره کړې، چې له مخې يې، په افريقايي هېوادونو کې د چين په اړه د خلکو د مثبتو نظرونو کچه ډېره لوړه شوې.

د نايجريا، کينيا، جنوبي افريقا او مصر کې د سروې ګډون کوونکي پر دې باور دي، چې چين په نړيوالو چارو کې مثبته اغېزه لري او د دې نظر لرونکي کسان د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي.

جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې يادې سروې يو ځل بيا دا په ډاګه کړې، چې د چين او افريقا تر منځ همکارۍ افريقايانو ته حقيقي ګټې رسوي او افريقايانو درک کړي او هرکلی يې ترې کړی دی.

(مينه)