د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر له پنځمې څخه تر لسمې نېټې پورې د دغه هېواد په شانګهای ښار کې تر سره شي.
د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې د وارداتو تر عنوان لاندې د دولت په کچه لومړی نندارتون بلل کېږي. دغه نندارتون په لومړي ځل په ۲۰۱۸م کال کې تر سره شو او اوس يې په نړيواله کچه پېرلو، د پانګونې د هڅونې، کلتوري تبادلې او پرانيستې همکارۍ مهم ډګر ګرځېدلی دی.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د پرانيستنې مراسمو ته انلاين وينا کې اعلان وکړ، چې چين به له بېلا بېلو هېوادونو او خواوو سره د خپل لوی بازار فرصتونه، د ميکانيزم د ورخلاصون فرصتونه او د نړيوالو همکاريو فرصتونه شريک کړي.
د چين د دولت رئيس د دغه هېواد د تېرو څلورو دورو په نړيوال نندارتون کې د ورخلاصون پر پياوړتيا ټينګار کړی او غوښتنه يې کړې، چې د ګډې همکارۍ او ګټو لپاره لاس يو کړي. نوموړي د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله ويناکې سل ځله ”ورخلاصون“ کلمه ياده کړې.
شي جين پينګ د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې له نړۍ سره ژمنه کړې، چې د لوړې کچې ورخلاصون د پياوړتيا په اړه د چين اراده نه بدلېدونکې ده، له نړۍ سره د پرمختګ د فرصتونو د شريکولو په اړه د چين اراده نه بدلېدونکې ده او د ورخلاصون، ټولشموليت، د ګټو د پراخوالي، برابرۍ او ګډو ګټو پر لور د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د هڅولو په اړه د چين اراده نه بدلېدونکې ده.
نوموړي ويلي، چې چين په صميمي توګه نورو هېوادونو ته خپل بازار پرانيستی. د چين نړيوال وارداتي نندارتون نه يوازې هر کال جوړيږي، بلکې سويه او لاسته راوړنې به یې لا ښې وي.
په ۲۰۱۹م کال کې د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون د جوړېدو په موده کې په نړۍ کې د نړيوال کېدو پر خلاف غږونه راپورته شول. شي جين پينګ دې ته په اشارې وويل، نړيوال اقتصاد له ستونزو سره مخ دی او هېڅ هېواد پخپله دغه ستونزې نه شي حلولی. نوموړي د اقتصاد نړيوال کېدل د زمانې جريان بللی او ويلي يې دي، چې د يانګ ځه سيند، نيلي سيند، امازون سيند او دانوب سيند اوبه شپه او ورځ مخ پر وړاندې ځي، که څه هم په دې بهير کې کله نا کله ځينې ځپې شا ته ځي او ډبرې خنډونه جوړوي، خو هيڅ ځواک سمندر ته د لويو سيندونو د تګ مخه نشي کولی.
په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سره د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون په ټاکلي وخت جوړ شو. د دغه هېواد لوی بازار او د وارداتو لويه پيمانه د دغه نندارتون د پياوړې جاذبه قوې سبب دی.
په ۲۰۲۱م کال کې د چين څلورم نړيوال وارداتي نندارتون يو ځل بيا په ټاکلي وخت پيل شو او ګڼ شمېر بهرني سوداګر يې راجلب کړل.
د چين د نړيوال وارداتي نندارتون په تېرو څلورو دورو کې له ۱۵۰۰ بلکه زيات نوي توليدات او يا ټېکنالوژۍ په لومړي ځل په نړۍ او يا چين کې په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شوي او د لاسليک شويو تړونونو عمومي ارزښت ۲۷۲،۳ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی. دغه نندارتون د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي او د نړيوال اقتصاد د هڅونې لپاره د ځواکمن انجين رول لري.
شي جين پينګ د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د پرانيستنې په مراسمو کې يو ځل بيا نړيوالو ته دا څرګند پيغام لېږلی، چې چين به ورخلاصون لا پياوړی کړي. چين به د ورېښمو لارې په اوږدو کې د الکترونيکې سوداګرۍ د همکارۍ نمونوي سيمې جوړې کړي، د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سيمو د پرمختګ ستراتيژي پلې کړي، د های نان ازاد سوداګريز بندر ته پرمختګ ورکړي، د پرمختګ د چټکوالي په برخه کې به د پرمختيايي هېوادونو ملاتړ وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.