د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر د څلورمې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې د المان له صدراعظم اولاف شولز سره وکتل.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې صدراعظم اولاف شولز د چين د کمونېست ګوند له تر سره کېدو وروسته لومړی اروپايي مشر دی، چې له چين څخه ليدنه کوي او دغه سفر يې د المان د صدراعظم په توګه لومړی سفر هم دی.
نوموړي باور ښودلی، چې د شولز دغه سفر به د دواړو هېوادونو متقابل تفاهم او باور نور هم ټينګ کړي او په بېلا بېلو برخو کې به یې خپلمنځي همکارۍ پياوړې او په راتلونکي پړاو کې به يې د اړيکو د پرمختګ لپاره اړوند پلانونه وټاکل شي.
روان کال د چين او المان د سیاسي اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې د چين او المان د اړيکو له پنځوس کلن پرمختيایي بهير څخه ښکاري، چې دواړه هېوادونه د متقابل درناوي پر بنسټ د توپيرونو په موجوديت کې ګډې نظريې لټوي او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو اصول مراعاتوي، نو ځکه يې د اړيکو پرمختيايي لوری سم دی.
نوموړي ويلي، چې اوسني نړيوال حالات پېچلي او د بدلېدو په حال کې دي، نو چين او المان دې د نړۍ د دوو لويو اغېزمنو هېوادونو په توګه په نړيوالو مسئلو کې يووالی وساتي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره دې زيات خدمتونه وکړي.