چين له امريکا وغوښتل، چې پر کيوبا بنديزونه لغوه کړي
CMG2022/11/04 14:38:45
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال استازي دای بينګ د نومبر په ۲مه د دې سازمان په ۷۷مې عمومي اسمبلۍ کې د اړوندو موضوعاتو د څېړنو او څار په ترڅ کې د چين دريځ څرګند کړی او پر دې يې ټينګار کړی، چې د امريکا لخوا د کيوبا په شمول پر څو هېوادونو يو اړخيز بنديزونه د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال پرمختيايي اېجنډا سره په ټکر کې دي او د دغو هېوادونو د خلکو د ژوند او پرمختګ حقونه يې زيانمن کړي، چې بايد سمدستي يې لغوه کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۳مه له امريکا وغوښتل، چې پر کيوبا اقتصادي، سوداګريز او پولي بنديزونه لغوه کړي او ((د ملګرو ملتونو منشور)) د هدف او اصولو او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو له مخې دې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره عادي اړيکې پرمخ بوځي.

جاو لي جيان په اشارې وويل، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له ۱۹۹۲م کال راپديخوا د مسلسلو ۲۹ کلونو لپاره په غوڅ اکثريت اړوند پرېکړه ليکونه تصویب کړي، چې له مخې يې امريکا باید پر کيوبا يو لړ بنديزونه لغوه کړي. دا د نړيوالې ټولنې عادلانه اوازونه انعکاس کوي، نو امريکا بايد دغه پرېکړه ليکونه تطبيق کړي.