شي جين پينګ د المان له صدراعظم اولاف شولز سره وکتل
CMG2022/11/04 16:27:51
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۴مې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې د المان له صدراعظم اولاف شولز سره وکتل.

شي جين پينګ له نوموړي سره په کتنې کې ويلي، چې اولاف شولز د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له تر سره کېدو وروسته د اروپا لومړی مشر دی، چې له چين څخه ليدنه کوي او هم دغه هېواد ته د ده لومړی سفر دی. شي جين پينګ باور ښودلی، چې د نوموړي دغه سفر به د دواړو هېوادونو خپلمنځي تګ راتګ او متقابل اعتماد پياوړی کړي، په بېلا بېلو برخو کې به همکارۍ په خوځښت راولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګ د نوې مرحلې لپاره به ښه پلان وټاکي.

شي جين پينګ اولاف شولز ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس عمده معلومات ورپېژندلي او د چيني ډوله عصري کېدو پر حقيقي ارزښت يې خبرې کړې دي. نوموړي په اشارې ويلي، چې عصري کېدل د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډه تمه او موخه ده، خو هر هېواد بايد د خپل مشخص وضعيت له مخې مناسبه لار انتخاب کړي.

شي جين پينګ د چين او اروپا ترمنځ اړيکې له نړيوال ثبات او د اسيايي او اروپايي وچو له سمسورتيا سره تړلې بللي او ويلي يې دي، چې دواړه خواوې بايد د خپلمنځي اړيکو د ساتنې او پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي. هغه زياته کړې، چې چين تل اروپا هراړخيزه ستراتيژيکه ملګرې بللې او د اروپايي ټولنې له خپلواکې ستراتيژۍ څخه يې ملاتړ کړی دی.

شي جين پينګ هيله ښودلې، چې اروپا خپل ثبات او سمسورتيا وساتي او د چين او اروپا ترمنځ اړيکې د درېيمې خوا پر ضد ونه کارول شي او هم پر درېيمې خوا تکيه ونه کړي او د بلې خوا کنټرول او فشار ته غاړه کېنږدي.

اولاف شولز په کتنې کې ويلي، چې چين د المان او اروپا مهم اقتصادي او سوداګريز ملګری دی. المان د ازادې سوداګرۍ او د اقتصاد د نړيوال کېدو کلک ملاتړ او د اړيکو او همکاريو له پرې کولو سره ټينګ مخالفت کوي.

نوموړي ويلي، نړۍ د څو قطبي کېدو جوړښت ته اړتيا لري او د نويو سمسورو هېوادونو رول او اغېزو ته دې په درنه سترګو وګوري.

شولز زياته کړې، چې المان د ډلو ټپلو له مقابلې سره مخالفت کوي او د هر هېواد سياستوال بايد د مقابلو د پای ته رسولو مسئوليت پر غاړه واخلي.