د ۲۰۲۲م کال لپاره د APEC سازمان د صنایعو او سوداګرۍ د مشرانو فورم په بېجینګ کې ترسره شو
CMG2022/11/04 15:16:36
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال لپاره د ايپیک سازمان یعنې د اسیا او ارام سمندر د اقتصاد او همکارۍ سازمان د صنایعو او سوداګرۍ د مشرانو فورم د نومبر په ۳مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شو. ګډونوالو په دغه فورم کې د زرغون اقتصاد تر عنوان لاندې د نړیوال اقتصاد د هڅولو او د اسیا او ارام سمندر د ښکلي راتلونکي د جوړولو په هکله د نظریو تبادلې وکړې.

د چین د سوداګرۍ وزیر مرستيال لي فې د دغه فورم په پرانیستونکو مراسمو کې وویل، د دغه فورم عنوان د زمانې د پرمختګ له تمایل او غوښتنې سره سمون لري. د ایپیک سازمان په وروستیو کلونو کې د غړو هېوادونو د زرغون پرمختګ د هڅولو لپاره فعال خدمتونه کړي دي. هغه وویل

((ایپیک په ۲۰۱۲م کال کې د چاپېریال ساتونکو تولیداتو لیست ټاکلی و او بېلا بېلو اقتصادونو د دغو تولیداتو د ګمرکاتي مالیاتو د کمښت ژمنه کړې ده. د ایپیک سازمان غړو هېوادونو په ۲۰۲۱م کال کې پرېکړه وکړه چې د یادو تولیداتو لیست بیا پراخ کړي او د چاپېریال د خدمتونو اسانتیاوو او ازادۍ پرمخ بوزي او د نړیوالې سوداګرۍ د تګلارو د زرغون پرمختګ لارښوونه وکړي.))

ښاغلي لي فې وویل، چین په فعاله توګه د دغو موضوعاتو په څېړنو او همکاريو کې ګډون کړی، د ایپیک د زرغونې عرضې ځنځیر جوړونه يې هڅولې، په تیان جین ښار کې لومړی نمونه مرکز يې جوړ کړی او د سیمې د سوداکرۍ او پانګونې د ژور پرمختګ لپاره يې اغېزمن کوښښونه کړي دي.

چین په عین وخت کې نورو هېوادونو او سیمو ته د خپلو نوې انرژۍ استعمال کوونکو موټرونو په شمول د زرغون تولیداتو د صادراتو زیاتوالی هڅوي او د موټرونو د نړيوالو بازارونو زرغون اصلاحات پر مخ وړي او مشتریانو ته لا زیات زرغون انتخابونه ورکوي.

د ایپیک سازمان اوس بیولوژيک- دوامدار- زرغون پرمختګ هڅوي او پر دې بنسټ د دوامدارې سمسورتیا او د اقتصاد د دایمي زیاتوالي او د چاپېریال ساتنې موخې عملي کوي.

په چین کې د ټایلنډ سفیر ارتیوده سریسموت Arthayudh Srisamoot وویل، چین د ایپیک سازمان له تر ټولو لوی اقتصاد څخه دی او د پرمختګ په برخه کې ډېرې تجربې له نړۍ سره شریک کولای شي. ټایلنډ د ۲۰۲۲م کال د ایپیک سازمان د مشرانو د غیررسمي غونډې کوربتوب په توګه، غواړي له چین سره په اړوندو ساحو کې همکارۍ پياوړې کړي. هغه وویل د بیولوژیک- دوامدار- زرغون اقتصادي شکل د چین لخوا وړاندې شوی د زرغون او باکیفیته پرمختګ له نظریې سره سمون لري. د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس په راپور کې  د اقتصاد د زرغون اصلاحاتو په اړه د چین ژمنه، اوج ته د کاربن ایستلو اندازې د رسېدو او د کاربن خنثی کولو په اړه د چین موخه بیا تايیده شوې. بارو لرم چې چین او ټایلنډ په ګډو کوښښونو او همغږيو سره دا تضمین کولای شي چې د اسیا او ارام سمندر سیمې خلک او د صنایعو او سوداګرۍ ټولنې د دایمي اقتصادي پرمختګ څخه ګټې واخلي.

د چین د سوداګرۍ وزير مرستیال وزير لي فې وویل، د اسیا او ارام سمندر سیمه په ګردې نړۍ کې د زرغون اقتصاد د پرمختګ له تر ټولو حیاتي ځواک لرونکو ځایونو څخه دی، د دې سیمې د صنایعو او سوداګرۍ ټولنې د سیمه ييز زرغون پرمختګ په هڅولو کې کلیدي رول لوبولی دی. هغه وړاندیز وکړ، چې د اسیا او ارام سمندر د صنایعو او سوداګرۍ ټولنه دې تخنیکي نوښت پیاوړی کړي، د صنعتي چارو همکارۍ دې پرمخ بوزي او د ايپيک سازمان په چوکاټ کې دې د تګلارې په څېړنې او بحث کې ژور او پراخ ګډون وکړي.