د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په څلورمه نېټه په انلاین ډول په شانګهای کې د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. رئيس شي جين پینګ په خپلو خبرو کې د ورخلاصون او همکارۍ تاريخي تمايل ته ډېره پاملرنه کړې، د دې نندارتون تېر پنځه کلن مزل ته يې ځغلنده کتنه کړې او نړيوالو ته يې د چين د پرمختيایي فرصتونو د شريکولو ټينګه اراده ښودلې، چې همدا د نړۍ د پرانيستې، سمسورې او ښکلې ايندې د برابرولو لپاره مثبت ځواک دی.
په شانګهای کې د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې لومړی نندارتون دی، چې وارداتو ته پکې بازار موندنه کېږي او هدف يې د ورخلاصون پراخول او د نړيوالې همکارۍ ژورول دي. دغه نندارتون د جوړېدو له پنځو کلونو راهيسې ډېرې لاسته راوړنې لري. له پنځو کلونو راپدېخوا د رئيس شي جين پینګ په مشرۍ دغه نندارتون په پر له پسې توګه د چين او نورو هېوادونو د تصديو او شرکتونو لپاره همکاريز فرصتونه برابر کړي او د چين له خوا د نوي پرمختيایي جوړښت د جوړېدو لپاره کړکۍ او د باکيفيته ورخلاصون د پرمخبيولو ډګر ګرځېدلی او بېلابېلو خواوو ته يې ګډې ګټې رسولې دي .
په شانګهای کې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د هندارې په څېر دی او هغه حقيقت انعکاس کوي، چې ورخلاصون یې د انساني تمدن او ترقۍ مهم خوځنده ځواک او د نړيوالې سمسورتيا او پرمختګ لازمه لاره هم ده. په اوسنۍ نړۍ کې بې ساري بدلونونه راغلي دي او د نړيوال اقتصادي سمسورتيا خوځنده ځواک کمزوری دی. دغه راز د ډول ډول ننګونو پر وړاندې نړيوال بايد ټينګه اراده ولري، په تاريخي تمايل کې د پرانيستې رويې سره پرمختيایي ستونزې لرې کړي او د ورخلاصون او نوښت له لارې دې د نړيوال کېدو بهير پرمخ یوسي، تر څو د بېلا بېلو هېوادونو پرمختيايي توان پياوړی شي او خلک يې ترې برخمن شي.
د چين پرمختګ د نړيوال پرمختګ په ګټه دی. د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس چې څه موده مخکې پای ته ورسېده، پر دې ټينګار کړی، چې چين د ورخلاصون پر بنسټيزو تګلارو، د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو پر پرانيستې ستراتيژۍ ټينګار کوي، د اقتصاد د نړيوال کېدو پر سم لوري روان دی او د کورنيو او بهرنيو بازارونو د پيوستون مثبتې اغېزې پياوړې کوي، تر څو په چين کې د نويو پرمختګونو د موندلو له لارې نړيوالو ته نوي فرصتونه برابر شي او پرانيستی نړيوال اقتصادي جوړښت جوړ شي. رئيس شي جين پینګ د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې دې ته په اشارې سره ويلي، چې چين به په دغه هېواد کې له بازاري فرصتونو، پرانيستي فرصتونو او نړيوالو همکاريزو فرصتونو څخه د بېلا بېلو هېوادونو د ګټې اخيستنې لپاره هڅې وکړي او نړيوالو ته به له نورو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ نيت وښيي.
په سږني نندارتون کې ۱۴۵ هېوادونو، سيمو او نړیوالو سازمانونو ګډون کړی، چې پکې د افغان تصدیو په ګډون د ۱۲۷ هېوادونو او سیمو تصديو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي او ۶۶ هېوادونو او ۳ نړیوالو سازمانونو پکې د خپل سوداګريز پرمختګ وضعيت او غوره والی ښودلی چې د ګډون کوونکو شمېر يې له تېرې دورې زيات دی. په ورته وخت کې يو شمېر تصدو د چين په شپږم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون تړون لاسليک کړی دی. بېلا بېلو خواوو د خپلو واقعي عملياتو له لارې چين ته د باور رايې ورکړې او د ستونزو د لرې کولو او د ګډو همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو په برخه کې له چين سره ګډو نظريو ته رسيدلي دي.
مونږ باور لرو، چې روښانه اينده به ولرو. د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون به نړيوالو ته لازيات فرصتونه برابروي. چين نوی مزل کوي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به د همکارۍ له لارې اوسنۍ ستونزې له منځه يوسي او د ورخلاصون د تګلارې په رڼا کې به د نړيوال پرمختګ لپاره روښانه اينده برابره او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پر لوري به ګامونه پورته کړي.