د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د سوله ايزې استفادې په اړه پرېکړه ليک تصويب کړ
CMG2022/11/05 15:07:13
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۷مې دورې عمومي اسامبلۍ د بې وسلې او نړيوال خونديتوب کمېټې د نومبر پر ۳مه د نړيوال خونديتوب په ساحه کې د نړيوالو همکاريو د سوله ايزې استفادې په اړه هغه پرېکړه ليک تصويب کړ، چې د چين لخوا وړاندې شوی و.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر پر ۴مه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې هکله وويل، چې دغه پرېکړه ليک د پرمختيايي هېوادونو د ګډو دريځونو او غوښتنو استازيتوب کوي او دا څرګندوي ، چې پرمختيايي هېوادونو په اوږده موده کې د سولې رول، د نړيوالو همکاريو او دواملرونکي پرمختګ په شمول چارو کې پر مهم اصولو ټينګار کړی او کوي يې.

جاو لي جيان زياته کړه، چې د دغه پرېکړه ليک اهميت د پرمختيايي هېوادونو په سوله ايزه توګه د ساينس او تېکنالوژۍ  د کارولو حقونو ساتل دي. چين د ګډو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون پر ستراتيژۍ ټينګار کوي او د ګډ پرمختګ لپاره د ګټور نړيوال چاپېريال د جوړولو لپاره هڅې کوي.