د چين د نړيوال وارداتي نندارتون بلنليک
CMG2022/11/05 10:09:46
شريکول:

۱۴۵ هېوادونه، سيمې او نړيوال سازمانونه د چين په پنځم نړيوال وارداتي نندارتون کې برخه لري. د دغه نندارتون په تېرو دورو کې ۱۵۰۰ نوي توليدات، ټېکنالوژۍ او خدمتونه په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شوي او د لاسليک شويو تړونونو ارزښت ۲۷۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی.

په شانګهای کې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د لوی مقناطيس په شان د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ملګري راجلب کړي او د ګردې نړۍ ښه توليدات يې راغونډ کړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د پرانيستنې په مراسمو کې ويلي، لار زموږ تر پښو لاندې ده او پر وړاندې مو ځلانده راتلونکی دی. چين هيله لري، چې له بېلا بېلو هېوادونو سره رښتينی څواړخيزم عملي کړي، لا زياتې ګډې نظريې راغونډې کړي، د نړيوال اقتصاد د ستونزو او ننګونو د لرې کولو لپاره ګډې هڅې وکړي او د ورخلاصون له لارې د نړيوال پرمختګ راتلونکی ځلانده کړي.

دا تاسو ته د چين د رهبر صميمي بلنه ده!

راځئ! د چين نړيوال وارداتي نندارتون سيل وکړئ.