ابراهيم رئيسي: ايران د امریکا تسلط ته ځان نه تسليموي
CMG2022/11/05 15:37:47
شريکول:

د نومبر په څلورمه نېټه تر لسو زرو زيات ايرانيان د دغه هېواد په پلازمينه تهران کې د امريکا د سفارت پخواني ځای پر وړاندې راغونډ شول او د ايرانيانو لخوا د امريکا د سفارت د نيولو پېښې ۴۳ مه کليزه يې ولمانځله.

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې امریکا په ډېرو جګړو او د وينو بهېدو په ډېرو پېښو کې لارښوونکی رول لوبولی، د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه يې په افغانستان، سوريې، عراق او يو شمېر نورو هېوادونو  کې جرمونه کړي، دغه راز د ايران او نورو هېوادونو د پرمختګ د مخنیوي لپاره يې بنديزونه پرې لګولي او هڅه يې کړې، چې دغه هېوادونه په انزوا کې واچوي، نوموړي زیاته کړه، چې هېواد به يې د امريکا دسيسه  شنډه کړي.

په دې غونډې کې ډېرو ګډونوالو د امريکا ضد شعارونه  ورکړل او ویې ویل ، چې پر ايران د امريکا غيرقانوني بنديزونه د دغه هېواد د دوه ګوني  چلند ښکارندويي کوي.