په اکتوبر کې د امريکا د وزګارۍ انډول ۳اعشاريه ۷سلنې ته لوړ شوی
CMG2022/11/05 15:08:44
شريکول:

د امريکا د کارګرو وزارت د نومبر پر ۴مه شمېرنه خپره کړه، چې د روان کال په اکتوبر کې د امريکا د وزګارۍ انډول ۳اعشاريه ۷سلنې ته لوړ شوی دی.

د شمېرنې له مخې، په اکتوبر کې د امريکا د روزګارو کسانو شمېر ۶ ميليونه يو لکه تنو ته رسېدلی دی. په همدې مياشت کې د هغو کسانو شمېر، چې د وزګارۍ وخت یې له ۲۷ اونيو څخه زيات دی، ۱ ميليونه ۲لکه تنو ته رسېدلی، چې د ټولو وزګارو کسانو ۱۹اعشاريه ۵سلنه برخه نيسي. په کارونو کې د ګډون کولو انډول ۶۲اعشاريه ۲سلنه ښودل شوی او له دې څخه  څرګندیږي، چې د کارګرو په بازار کې د تهيې او تقاضا تر منځ روابط لا خړپړ شوي  دي.