د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې مفکوره د ملګرو ملتونو په اړوندو پرېکړه ليکونو کې ليکل شوې
CMG2022/11/05 16:05:56
شريکول:

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د بې وسلې او نړیوال خوندیتوب کمېټې د نومبر په لومړۍ او درېيمه نېټه د رايګيرۍ له لارې درې پرېکړه ليکونه تصويب کړي، چې له مخې به يې په لرې فضا کې د تسليحاتي مسابقې د مخنيوي لپاره اغېزمن تدابير غوره  شي، په لرې فضا کې به د وسلو ځای پر ځای کول منع کړي او د نړيوال امنيت لپاره به د معلوماتو او مخابراتو چارو ته پرمختګ ورکړي. د يادونې وړ دا ده، چې په درېواړو پرېکړه ليکونو کې د چين لخوا وړاندې شوې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې مفکوره لیکل شوې، چې پدې سره دغه مفکوره د مسلسلو شپږو کلونو لپاره د يادې کمېټې په پرېکړه ليکونو کې ليکل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د بې وسلې او نړيوال خوندیتوب  په کمېټې کې د چين د پلاوي مشر لي سونګ له رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل، د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د مفکورې له مخې، د بېلابېلو هېوادونو ګټې يو په بل پسې ټينګې تړلې او د انسانانو برخليک يو پر بل اغېزې کوي، دغه مفکوره د نړيوالې ټولنې لخوا تائيده شوې او د زمانې د پرمختګ له تمايل سره سمون لري.

نوموړي زیاته کړه، چې چين به تل نړيواله سوله، نړيوال پرمختګ او نړیوال نظام وساتي او له بېلابېلو هېوادونو سره به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.