هند : پرمختللي هېوادونه دې د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره کړې ژمنه پوره کړي
CMG2022/11/05 15:35:07
شريکول:

د هند حکومت د نومبر په ۴ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره له پرمختللو هېوادونو څخه  وغوښتل، چې د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره بايد د کړې ژمنې له مخې هر کال له مخ پر ودې هېوادونو سره ۱۰۰ ميليارډ امریکايي ډالره مالي مرسته او د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په جوړېدونکي کنفرانس کې باید د پانګو د زیاتولو ژمنه وکړي.

د هند چاپیريال، ځنګل او د اقليمي بدلون وزير به د يوه پلاوي په مشرۍ د نومبر له ۶ مې تر ۱۸ مې نېټې پورې په مصر کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو په ۲۷ مه غونډه کې ګډون وکړي. نوموړي د نومبر په ۳ مه نېټه خبري رسنيو ته وويل، چې هېواد به يې په ياد کنفرانس کې له پرمختللو هېوادونو څخه غوښتنه وکړي، چې د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره دې پانګې او تخنيکونه ورکړي او له مخ پر ودې هېوادونو سره دې مرستې وکړي.