د نړيوال جيو اقتصاد د ګرینویچ کرښه د مخ پر ودې اقتصادونو پر لور اړوي
CMG2022/11/05 17:23:57
شريکول:


د بریکس نوي پرمختګ بانک رئيس مارکوس ترويو پدې وروستيو کې له سي اېم جي سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل، چې د نړيوال جيواقتصاد د ګرینویچ کرښه د مخ پر ودې اقتصادونو پر لور اړوي.

ښاغلي مارکوس ترويو وويل،  د دغه بانک د پرمختګ له لارې د خلکو ژوند ښه شوی دی. نوموړي څو بېلګې وړاندې کړي او ويلي يې دي،  چې د دغه بانک په پانګونو برازيل په لاتيني امريکا کې لوی لمريز برېښناکوټ جوړ کړی، هند د خپلو ترافيکي تاسيساتو پروژې چټکې کړي او چين له بادونو د برېښنا د تولید په برخه کې پرمختګ موندلی دی او دغه بريالۍ تجربې يې نورو مخ پرودې هېوادونو ته کاپي کېږي.

دغه راز مارکوس ترويو وويل، د نړۍ د اوو لويو مخ پر ودې اقتصادونو د جي ډي پي عمومي ارزښت د اوو  صنعتي هېوادونو ډلې تر عمومي ارزښت زیات شوی، نو په مخ پر ودې هېوادونو کې پيل شوې پروژې ډېرې اغېزې لري، ځکه دغه هېوادونه ډېر پراخ قلمرو او ګڼ نفوس لري.

نوموړي  زیاته کړه، مخ پر ودې هېوادونو د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر خدمتونه کړي دي، په روان ۲۰۲۲م کال کې ښايي د اروپا او امريکا اقتصاد مخ په کمزورېدو وي، خو د مخ پر ودې هېوادونو په اقتصادي وده کې ثابت زیاتوالی راغلی او له دې څخه څرګندېږي چې  د نړيوال جيو اقتصاد د ګرینویچ کرښه د مخ پر ودې اقتصادونو پر لور اړوي.